چارواکي: د اله سای ولسوالۍ پنځه نوي سلنه خاوره له طالبانو سره ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۹) د کاپيسا ولايت سيمه ييز چارواکي او د اله سای ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په دغې ولسوالۍ کې دولتي منسوبين هيڅ فعالیت نه شي کولی او زياته برخه خاوره يې د طالبانو تر ولکې لاندې ده.

د اله سای ولسوال غلام نقشبند صافي ازادي راډيو ته ويلي، د دغې ولايت له پنځه نوي سلنې ډېره خاوره له طالبانو سره ده، د اشکي دره، د اسکین دره او آن چې په مرکز هم طالبان واکمن دي.

د هغه په خبره، په آله سای ولسوالۍ کې د بيا رغونې کارونه نه دي شوي او ځايي خلک غواړي چې بيارغونه وشي زياتوي چې په دې اړه يې د ولايت له مقام څخه غوښتنه کړې، چې هغوی نه راځي او بيا رغونې کارونه نه کېږي دا د هغوی کار دی.

په ورته وخت کې د کاپيسا د امنيې قومندانۍ د امنيت امر مسعود وايي، د اله سای اوسېدونکو د مشکلاتو د حل لپاره د عامه پروژو پروګرام شته او په خبره يې چې په نږدې وخت کې به د طالبانو پرضد عمليات پيل شي.

د يادونې ده، چې د کاپيسا ولايت د ډيری ولسواليو زياتې سيمې د طالبانو تر حاکميت لاندې دي او وخت ناوخت په ځينو سيمو کې د تعليم او تربيې تر څنګ د بيا رغونې کارونه هم پر مخ وړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close