چارواکي: د داعش ۲۵ غړي هليکوپترو کې شبرغان ته لېږدول شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۹)

د جوزجان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، په درزاب ولسوالۍ کې د داعش پنځه ويشت غړي ورتسليم شوي دي.

د دغه ولايت د درزاب ولسوالۍ د امنيې قوماندان محمد اسمعيل نن رسنيو ته وويل، د داعش تسليم شوي وسله وال کسان نن په هليکوپترو کې د جوزجان مرکز شبرغان ته لېږدول شوي دي.

له تېرو څو ورځو راهيسې راپورونه ورکول کېږي چې د درزاب په ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش وسله والو تر منځ درنې نښتې روانې دي.

يوې سيمه ييزې خبري سرچينې رسنيو ته ويلي، تېره ورځ طالبانو د داعش وسله والو پر ګڼو سیمو بریدونه وکړل چې په ترڅ کې يې د “سردره” په نوم د داعش مهم مرکز نيولی او ګڼو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

که څه هم طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي خو ځايي سرچينې وايي، په دغه نښتو کې يوولس داعش وسله والو طالبانو ژوندي نيولي دي.

له تېرو شاوخوا درې اوونيو راهيسې طالبانو د جوزجان په درزاب او قوش تپه ولسواليو کې د داعش پرخلاف پراخ عمليات پيل کړي چې د طالبانو په وينا وخت ناوخت د دوی عمليات د بهرنيو الوتکو د هوايي بريدونو له کبله ټکني کېږي او د جګړې لومړۍ کرښې يې د هغوی له خوا تر بريدونو لاندې نيول کېږي.

په ورته وخت کې د جوزجان امنيه قوماندان فقيرمحمد جوزجاني هم تاييدوي چې د جوزجان له دوو کليو پرته نورې ټولې سيمې د داعش له شتون نه پاکې شوي دي.

تر دې مخکې هم حکومتي چارواکو د لسګونو داعش وسله والو د تسليمېدو راپورونه ورکړي و.

د پوځي شنونکو او د ولسي جرګې د يو شمير استازو په وينا د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د افغانستان د ملي امنيت اداره او بهرنيان د داعش وسله والو ملاتړ کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close