چارواکي: د غورک په ۵ ورځنۍ جګړه کې تر دې دمه ۲۵ عسکر او پوليس وژل شوي

کابل ټکی کام ۲۰میزان/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

د کندهار په شمالي ولسوالۍ غورک کې يو وار بيا د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتو زور اخستی دی.

طالبانو له تېرو څلورو ورځو راهيسې د يادې ولسوالۍ پر شاوخوا پوستو بريدونه پيل کړي دي او لا هم ښه په زور کې روان دي.

په داسې حال کې چې د کندهار چارواکی د دولتي ځواکونو په ليکو کې د دغې جګړې د تلفاتو په اړه رسنيو ته هيڅ مالومات نه ورکوي، د غورک يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط امريکا غږ ته ويلي دی، چې په جګړه کې تر دې دمه ۲۵ عسکر او پوليس وژل شوي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تاييدوي چې جګړې زور اخستی دی، خو په وينا يې د تلفاتو په اړه به رسنيو ته وروسته خبر ورکړي.

د کندهار چارواکي وايي، چې په بمبارۍ او جګړه کې يې شاوخوا ۴۰ طالبان وژلي دي او نږدې ۳۰ نور ټپيان دي.

خو د غورک اوسېدونکي وایي، چې په بمباريو کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو هم د جګړې په تاييد رسنيو ته په استولې اعلاميه کې څرګنده کړې ده، چې تر دې دمه يې ۴ پوستې نيولې دي او دولتي ځواکونو ته يې درنده مرګ ژوبله اړولې ده او لا هم د پرمختګ په حال کې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close