چارواکي: د فراه له ښاره طالبان ويستل شوي، خو طالبان وايي نيول شوي مرکزونه يې ساتلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۶) د فراه ولايتي چارواکي وايي، چې له ښار څخه يې طالبان ويستلي او اوس مهال د دې ښار ولکه له افغان ځواکونو سره ده.

د فراه والي بصير سالنګي وايي، تېره ورځ زرګونو طالبانو د فراه په ښار بريد وکړ چې يو شمير افغان پوځيانو ته مرګ ژوبله واړوله خو زياتوي چې اوس مهال د فراه کنترول د افغان ځواکونو په لاس کې دی.

له بلوه پلوه طالبانو د د فراه د والي خبرو ته غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې لا هم په فراه ښار کې نيول شوې سيمې او مرکزونه له دوی سره دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي، “له جګړې د تښتېدلي والي بصير سالنګي دروغجې ادعاوې ردوي چې د امريکايي اډې څخه يې رسنيو ته کړي دي.”

د احمدي په خبره، لا هم د جګړې په ډګر کې د لسګونو ” جګړه مارانو جسدونه په مخلتفو نقاطوکي پراته دي او دښمن دجګړې توان له لاسه ورکړی دی.”

د يادونې ده، تېره ورځ طالبانو له څو خواو د فراه په ښار بريد وکړ او د راپورنو له مخې د امنيې قومندانۍ، مرکزي محبس او لسګونو امنيتي پوستو په ګډون يې د ښار اتيا سلنه برخه ونيوله.

د اريانا نيوز د راپور پر اساس، اوس مهال هم د فراه په ښار کې جګړه روانه ده.

اريانا نيوز ته يې سرچينو ويلي، د فراه په جګړه کې له دېرشو زيات عسکر وژل شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close