چارواکي: د فراه رود سیمه د دولت له کنتروله وتلې ده

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۸) زرغون خوږیاڼی

د فراه ولایتي شورا یوه غړي ویلي، چې د بالابلوک ولسوالۍ د فراه ردو سیمه چې د هرات ـ کندهار په لویه لاره پرته پراخه سیمه ده د دولت له کنتروله وتلې او د طالبانو لاسته ورغلې ده.

د ولایتي شورا غړي شاه محمود نعیمي رسنیوته وویل، چې د طالبانوله حملې وروسته چې په یاده سیمه کې یې په حکومتي قرارګاه او پوستوترسره کړل امنیتي ځواکونه په ټولیزه توګه له سیمي وتلي دي او  اوس په فراه رود سیمه کې دولت کومه امنیتي پوسته اوقرار ګاه نه ده ځای په ځای کړې.

 شاه محمود نعیمي اندیښنه ښودلې ده، که یاده سیمه همداسې پاته شي د کندهار ـ هرات لویه لار به هم نا امنه شي او په دې لار تلونکي هغه کسان چې په پولیسو او اردو کې دندې ترسره کوي له زیاتومشکلاتوسره به مخ شي.

 بلخوا د فراه ولایت چارواکي د ولایتي شورا دغړي خبرې ناسمي بولي.

 د فراه د والي ویاند ناصرمهري ویلي، چې په فراه رود کې وسله والو طالبانود امنیتي ځواکونوپه قرارګاه بریدونه کړي وو؛ خو بیرته له سیمې وتلي اوس په فراه رود کې د ولتي حاکمیت شته.

فراه رود د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ مربوط سیمه ده چې د هرات اوفراه ولایتونو په پولو پرته ده.

وسله والو طالبانو بیا په یوه خپور شوي خبر کې ویلي، چې د هلمند ـ کندهار لویه لار یې د حکومتي منسوبینو پر مخ تړلې ده.

طالب ویان قاري یوسف احمدي ویلي، چې ددوی ځواکونو تیره ورځ لس بجې د هلمند دنهرسراج ولسوالۍ په وزیرو مانده او شندک مانده سیمو کې په راغلې قوې سخت بریدونه او ماین انفجارونه وکړل، چې جګړې تر ماښامه دوام وکړ او راغلې قوه د خپلو تلفاتو په لیدلو سره له سیمې وتښتیده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close