چارواکي: د نورستان په دواب ولسوالۍ سخته جګړه روانه ده

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱) الماس خدرخیل

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم وايي، چې د دغه ولايت په دواب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالب وسلوالو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

والي وايي، وسله وال لا هم د دغه ولسوالۍ په شاوخوا سيمو کې موقعيت لري او شديده جګړه يې پيل کړې ده.

تېره ورځ د عبدالقیوم ویلي وو، که حکومت د نورستان ولایت ته جدي پاملرنه ونکړي، دغه ولایت به د طالبانو لاسته ولویږي.

د نورستان سیمه ییز چارواکي وايي چې تېره ورځ سهار وختي تر ۴۰۰ تنو پورې وسله‎والو د دوآب ولسوالۍ پر مرکز حمله وکړه، خو د تلفاتو په اړه مالومات نه لري.

د طالبانو وياند په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی پلويانو تېره ورځ د يادې ولسوالۍ په مرکزي ودانۍ او شاوخوا امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې ټوله ورځ يې دوام وکړ.

دوی زياتوي، چې د تېرې ورځې په جګړه کې يې له افغان ځواکونو د يادې ولسوالۍ ۲ دفاعي پوستې په بشپړه توګه نيولي دي.

د طالبانو په وينا، چې ياده ولسوالۍ اوس هم د دوی تر کلکې محاصرې لاندې ده او دښمن ته يې درانه ځاني او مالي تلفات اړولي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close