چارواکي: د کابل پغمان ولسوالۍ په مربوطاتو کې سرتېری برید شوی دی

کابل ټکی کام ۲۴وږی/۱۳۹۴

راپور: احمدالله مهاجر

د کابل د امنیه قمندانۍ د جنایي تحقیقاتو مشر فریدون عبیدي وايي چې د پغمان ولسوالۍ په مربوطاتو کې سرتیری برید شوې دی.

دی وایي چې په دې حمله کې د پغمان ولسوالۍ د امنیه قمندانۍ د جنایې آمر در محمد خان وژل شوی دی.

لا تر دا مهاله د دې پېښې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

ذبیح الله مجاهد زمونږ همکار ته د برید په اړه ویلي دي چې: 

یاد برید په مونږ پورې اړه لري، چې د پغمان د امنیه قمندانۍ د جنایې آمر در محمد خان په شمول په لسګونه نور پولیس وژل شوي او نور ګڼ شمېر ژوبل دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close