چارواکي: د کجکي ولسوالي د طالبانو لاس ته پرېوتې

کابل ټکی کام ۲۶ وږی ۱۳۹۴

په هلمند ولایت کې امنیتي چارواکو خبر ورکړی چې طالبانو د څو ورځو راپدېخوا د کجکي ولسوالۍ په مرکز حملې پیل کړې وې چې تېره ورځ یې یاده ولسوالي د مرکز په شمول په مکمله توګه لاس ته لوېدلی ده.

زمونږ خبریال وايي  دافغانستان امنیتي  چارواکو پرون وویل چې طالبانو دهلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ مرکز نیولی او د ارزګان ولایت د  څلورو نورو ولسوالیو د نسکوریدا د خطر اندېښنه يې هم څرګنده کړې ده .

دارزګان ولایت د امنیې قوماندان رحیم الله خان وویل، چې ددغه ولایت په څلورو۴ ولسوالیو کښې همدا اوس د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمینځ سخت جنګونه روان دي او په چنارتو کې جنګ د نورو په نسبت زیات دی .

هغه وویل که چیرې چنارتو ته نور پوځیان وانه ستول شي نو لرې نده چې یاده ولسوالي به هم ډېره ژر دطالبانو لاس ته ورشي .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close