چارواکي: طالبانو د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ برید کړی دی

کابل ټکی کام ۱۵میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ ځیني چارواکي وايي چې طالبانو له څو خواوو پر دغه ولسوالۍ بریدونه کړي دي، چې یو شمېر سیمې یې تر خپلې ولکې لاندې راوستلي دي.
عبدالرازق کاکړ چې ځان د ګرزیوان ولسوالۍ سرپرست معرفي کوي وايي چې ۶۰۰ تنو طالبانو نن سهار چهارشنبه پر دغه ولسوالۍ برید کړی دی، چې د ولسوالۍ ۴ کیلومټرۍ ته رسېدلي دي.
کاکړ وایي که دولت د دغو بریدونو مخنیوی ونکړي، لرې نه ده چې وسلوال طالبان دغه ولسوالۍ هم تر خپلې ولکې لاندې راولي.
کاکړ زیاتوي چې طالبانو لا تر دا مهاله د شش قره، کیکاووس، غال نمک، فریش، دره جوز او قزاق سیمې نیولي دي، او بریدونه یې دوام لري.
خو طالبانو لا تر دا مهاله د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close