چارواکي: طالبانو د کندهار اووه ولسوالۍ له ګواښ سره مخ کړي- جګړه په کندهار کې پېلېږي

راپورتاژ: حسرت ريښتون

د کندهار چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو تر ارزګان او هلمند کې له جګړو وروسته د دغه ولايت پر اووه ولسواليو خپلو حملو ته زور ورکړی او له سخت امنيتي ګواښ سره يې مخ کړي دي.

د چارواکو په وينا، چې په تېرو دوه اونيو کې طالبانو د کندهار پر اوو ولسواليو غورک، ميانشين، نيښ، شورابک، شاولي کوټ، خاکریز او ارغنداب ولسواليو او شاوخوا امنيتي کمربندونو حملې ترسره کړي.

په دغه حملو کې تر ټولو خونړۍ يې د غورک په ولسوالۍ کې د ملي اردو د یوې قرارګاه د شاوخوا ۳۰ سرتېرو وژل کېدل وو.

د دغه ولايت چارواکي وايي، چې د يادو ولسواليو وضعيت د ارزګان او هلمند پورې تړلی دی.

د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي رسنيو ته وويل:د يادو ولسوالیو د ناامنیو په اړه يې خپلې اندېښنې د مرکزي حکومت سره شریکې کړي دي.

ښاغلی شمسي زیاته کړه: “د هلمند او ارزګان تر ناامنیو وروسته د دغه ولایتونو او پاکستان سره پر سرحد زموږ د یو شمېر ولسوالیو امنیتي پوستې او کلي د تهدید سره مخامخ شوي په دې اړه موږ خپلې اندیښنې د مرکز سره شریک کړي.”

په هلمند ولايت کې د وروستيو جګړو او د طالبانو د مخ پر زياتيدونکو بريدونو له امله په دې ولايت کې امنيتي وضعيت خورا خراب شوی دی، چې دغو ستونزو د کندهار چارواکي هم انديښمن کړي دي.

شنونکي په دې باور دي، چې طالبان غواړي په ارزګان، کندهار او هلمند ولايتونو ولسوالۍ په کرار کرار مرکزونو ته ورټولې کړي او په يو وخت کې د درېواړو ولايتونو سقوط حتمي کړي.

که څه هم  د کندهار امنيتي چارواکو په سيمه کې ميشتو سرتېرو ته خبر ورکړی، چې له هلمند سره په پوله پرتو سيمو کې خپل امنيت ټينګ کړي، ترڅو د هلمند جګړه کندهار ته ونه غځيږي، خو له وضعيت نه داسې معلومېږي چې اوبه له ورخه تېرې دي او طالبان دا ځل د جنرال رازق امتحان اخلي.

په ورته وخت کې د کندهار اوسیدونکي وايي، که پر وخت د دغه حملو مخنیوی ونه‎شي نو وسله‎وال به د کندهار ښار تر دروازو راورسېږي او دغه ولایت به د هلمند او ارزګان غوندې له برخلیک سره مخامخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې وسلوالو طالبانو دوه ورځې وړاندې د کندهار ارغستان ولسوالۍ د سره خط په سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره جګړه وکړه، چې ۱۶ افغان عسکر يې پکې ووژل او د پوستې د نيولو تر څنګ يې يو شمېر پوځي توکي له ځان سره يوړل.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close