چارواکي: فارياب او غزني کې ۴۴ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۳۱) د فارياب او غزني چارواکي وايي، تېره شپه طالبانو د غزني په ښار او په فارياب کې په امنيتي پوستو بريدونه کړي چې لسګونه عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د غزني د ولايتي شورا رئيس خالقداد اکبري وايي، طالبانو د غزني ښار په لومړۍ امنيتي حوزه، جغتو او زنه خان ولسواليو کې په امنيتي مرکزونو بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې څوارلس عسکر وژل شوي او يوويشت تنه نور ټپيان دي.

خو د والي ویاند عارف نوري په يادو بريدونو کې درې عسکر وژل شوي، څلور ټپيان دي او دېرش طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د ملکي روغتون رییس ډاکټر بازمحمد همت وايي، تر دې دمه روغتون ته شپاړلس جسدونه وروړل شوي چې پنځلس عسکر او یو ملکي کس دی.

په عين حال کې د فارياب چارواکي وايي، چې طالبانو په خواجه سبزپوش ولسوالۍ بريدونه کړي او عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د فارياب د والي ویاند جاويد بيدار وايي، طالبانو د یادې ولسوالۍ مربوط د خواجه خشکي سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې په ترڅ کې شپږ عسکر وژل شوي، درې تنه ټپيان دي، يو تن ژوندی طالبانو نیولی، يو ټانګ سوځول شوی او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالب ویاند ذبیح مجاهد د بريدونو مسئوليت منلی وايي، د غزني ښار مربوط د روضې سيمه کې د بريد پر وخت نهه عسکر وژل شوي، پنځه ټپيان دي او په جغتو او ناهور کې د بريدونو پر مهال دوه پوستې طالبانو نيولي، چې يوولس عسکر وژل شوي، درې ټپيان دي، يو ژوندی نيول شوی او د هغوی ديارلس ميله وسلې د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

دغه راز نوموړی وايي، د فارياب خواجه سبزپوش کې دوه پوستې طالبانو نيولي او اووه عسکر وژل شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close