چارواکي: فراه او بغلان کې  ديارلس عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۳) د فراه او بغلان چارواکي وايي، تېره شپه د طالبانو په بريدونو کې ديارلس عسکر وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.

د فراه د ولايتي شورا منشي دادالله قانع وايي، طالبانو د مرکز اړوند په دهک سيمه کې پر يوه پوځي قرارګاه بريد کړی، په ترڅ کې يې څلور د امنیت ملي سرتيري او څلور پوليس وژل شوي دي.

له بله پلوه د بغلان امنيتي مسئولین وايي، طالبانو د پلخمري مربوط د ډند غوري ولسوالۍ په نيازالله سيمه کې د پوليسو پر يوه مرکز بريد کړی چې له کبله يې پنځه پوليس وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

د بغلان د پوليسو د امنیت آمر اميرګل حسين خيل د پېښې د تاييد ترڅنګ ويلي چې کومکي ځواکونه سيمې ته رسېدلي دي.

طالبانو د دواړو بريدونو مسئولیت منلی او کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، د فراه مرکز اړوند یاده سيمه کې يې دوه پوستې نيولي، يوه د امنيت مربوط وه او بله د پوليسو چې په برید کې د امنيت اته سرتيري او اووه پوليس وژل شوي او جسدونه يې د جګړې په ډګر پاتې دي.

دغه راز طالبانو ويلي، په بغلان کې يې د اربکيانو په پوستو بريد کړی چې په پايله کې د قومندان شکرالله په ګډون اته تنه اربکيان وژل شوي او د قومندان عبدالرزاق په شمول درې تنه نور ټپيان دي.

طالبان وايي، په دواړو بريدونو کې يې ديارلس ميله سپکې او درنې وسلې او په زياته اندازه مرمۍ او نور پوځي مهمات هم نيولي دي.

په خبرپاڼه کې،  د يو تن طالب د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close