چارواکي: فراه ولايت ته ۲۰۰ ايټالوي سرتيري استول شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی۱۹) الماس خدرخیل

د فراه ولايت چارواکي وايي، چې دغه ولايت ته  د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه د غوڅ ماموريت په چوکاټ کې دنده ترسره کوونکي له دوو سوو څخه زيات سرتيري ورغلي دي.

د فراه د والي وياند ناصر مهري افغان اسلامي اژانس ته ويلي، “د تېرې جمعې په ورځ د فراه ولايت ته له دوه سوو څخه زيات ايټالوي سرتيري راورسېدل چې دافغان ځواکونو سره به نظامي همکاري ولري.”

د نوموړي په وينا ياد ولايت ته تللي سرتيري به د روزنې او سلا مشورو په برخه کې خپل فعاليت کوي او د اړتيا پر مهال به په جګړو کې هم برخه اخلي.

په ورته وخت کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ویلي څه باندې دوه سوه سرتېري یې وړمه ورځ فراه ته رسېدلي څو له افغان پوځیانو سره په بېلو برخو کې مرسته وکړي.

فراه د ايران سره ګډه پوله لري، چې د طالبانو نفوذ پکې زيات دی، طالبانو څه موده دمخه د دې ولايت د خاک سفيد او ګلستان ولسواليو د نيولو تر څنګ د دغه ولايت زياتې سيمې له افغان ځواکونو ونيولې او ځانونه يې د فراه ښار نږدې دوه کيلو مترۍ ته ورسول.

د فراه مرکزي ښار شاوخوا کليو اوسېدونکي وايي طالبان دا مهال د مرکز په دوه کيلومترۍ کې وخت ناوخت له امنيتي ځواکونو سره جګړې کوي، چارواکي نه شي کولی چې په ډاډه زړه له ښاره بهر نورو سيمو تګ راتګ وکړي.

فراه کې دغه ايټالوي سرتېري داسې مهال ځای پر ځای کېږي، چې د امریکايي چارواکو د پرېکړې له مخې ټاکل شوې ده، چې په نېږدې راتلونکي کې به د امریکا د سمندري ځواکونو ۳۰۰ سرتېري د افغان ځواکونو د سلا مشورو،رونې او جګړو لپاره د هلمند ولایت ته ولاړ شي.

د يادونې ده، چې طالبانو نن په يوه خپره کړې اعلاميه کې هلمند ته د امريکايي سرتيرو د ورتلو په اړه ويلي و: چې هلمند ته د نورو امريکايي عسکرو رالېږل به زمونږ د پرمختګ مخه ونشي نيولی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close