چارواکي: لا هم د ټاپي پروژې چارې نه دي پیل شوې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۸)

په داسې حال کې چې په هرات کې د ټاپي د پروژې له پرانیستې میاشتې تیریږي، د دې ولایت چارواکي وایی، چې د یادې پروژې کارونه لا تر اوسه په ټپه ولاړ دي.

د هرات ولایتی شورا وایي، چې د ګډحکومت مشر د یادې پروژې له پرانیستې یواځې د انتخاباتي کمپاین لپاره تبلیغاتي ګټه واخیسته، او تر اوسه هم د یادې پروژې رسمي چارې نه دي پیل شوې.
چارواکي وایي؛ په دې برخه کې امنیتي ننګونې نشته، یوځې د مرکزي حکومت بې کفایتي او د کاغذ پر مخ شوې ژمنې دي چې نه عملي کیږې.
د یادې پروژې ۸۵ سلنه لګښتونه د ترکمنستان هیواد ورکوي او پاتې یې افغانستان، هند او پاکستان په ګډه پرې کوي او ټاکل شوې چې ۲۰۱۹ کال به د ټاپي د پای نیټه وي.

د کانونو او پیطرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مصطفی مني چې د ټاپي پروژې کارونه په ټپه ولاړ دي ، خو زیاتوي چې د یادې پروژې ابتدایي چارې په ځینو سیمو کې پیل شوې چې نوموړي یې نوم وانه خیست او په خبره یې چې یادې پروژې د ماین پاکي، سروې او ډیزاین په برخه کې ۱۰۰۰ تنو ته کارموندنه کړې .
بلخوا د هرات د والي ویاند بیا د مصطفی دا خبرې ردوي او ادعا کوي چې د یادې پروژې هیڅ ډول فزیکي چارې نه دي پیل شوې او تر اوسه یواځې په سروې او د استملاک په امورو کار روان دی..
دا چې د دې نل لیکې زیاته برخه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو تېرېږي، طالبانو یې د ساتنې، بشپړ ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
طالبانو ټینګار کړی چې د دې پروژې اړوند جهتونه دې د ملګرو ملتونو او یا کوم بل نړیوال سازمان په وسیله له امریکایانو د دې پروژې د نه تخریبولو او خنډ نه جوړولو تضمین واخلي تر څو دا پروژه “د مس عینک په برخلیک اخته نه شي.”
طالبانو همداراز ویلي، “که د ټاپي پروژې د تطبیق په جریان کې کوم فساد او درغلی څرګند شي، اسلامي امارت به یې مخنیوی کوي.”
د ټاپي پروژې پیل ۱۹۹۰ د طالبانو په نظام کې شوې په ۲۰۱۵ کې د یادې پروژې تړون لاسلیک شو او په ۲۰۱۶ کال کې یې د کارونو پیل و شو.

د ټاپي ګازو دغه نللیکه له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو تېریږي او له پاکستان څخه په تېرېدو به د هند فاضیلکا ښار ته ورسېږي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close