چارواکي: لغمان کې ۴۶۷ جریبه دولتي ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه شوه

کابل ټکی کام ۱۴سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
له لغمان ولایت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ په کاکڅ نومي سیمه کې د دولت له لوري ۴۶۷ جریبه دولتي ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه کړې ده.
خبرپاڼه لیکلي، دغه کار د ولمسشر له لورې د دغه ولایت والي عبدالجبار نعیمي، په مرکز او ولسوالیو کې ولسوالانو، د غصب د مخنیوي کمیسون او په ځانګړې توګه امنیتي ځواکونو ته د جدي لارښوونې سره سم شوی دی.
خبر پاڼې کې دا خبره نده څرګنده شوې چې ځمکه د چا له خوا غصب شوې او له غاصبینو څخه په څه ډول را ګرځول شوې ده.
د یادولو ده چې تېره اونۍ د لغمان اوسیدونکو د ځمکو د غاصبینو پر خلاف لاریون کړی وو، او ولایتي شوراء او والي یې د ځمکې په غصب کولو تورن کړي وو، او د والي له لورې یې ځواب په ډزو شوی وو چې په پایله کې یې ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close