چارواکي: له ايرانه اتو میاشتو کې اتيا زره کسان هېواد ته ستانه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۵)

د هرات چارواکي وايي، د وروستيو اوو مياشتو په موده کې له ايران څخه هېواد ته اتيا زره افغانان په خپله خوښه بيرته راستانه شوي دي.

دغه راز په هرات کې د بيرته راستنېدونکو چارو مسوولین وايي، په ياده موده کې اووه اويا زره افغانان له ايرانه په ايستل شوي دي.

د هرات د بيرته ستنېدونکو چارو رئيس جاويد نادم وايي، د هغو مهاجرينو او بيرته راستنېدونکو لپاره چې په خوښه او په زوره له ايرانه ايستل کېږي د څلورويشت ساعتونو لپاره لومړنۍ مرستې ورکول کېږي.

د نادم په وينا، چې راستانه شوي کسان د هېواد له بېلابيلو ولايتونو څخه دي چې تر پېژندلو وروسته په موټرو کې خپلو اصلي سيمو ته استول کېږي.

په وروستيو کې د امريکا له خوا پر ايران بنديزونو د هغه هېواد پيسې ټيټې کړې چې ورسره ډيری افغانانو ايران پېښود او خپل هېواد ته ستانه شول.

که څه هم نادم وايي، چې راستنېدونکو افغانانو لپاره په خپلو اصلي سيمو کې د کار زمينه برابريږي او د سرپناه لپاره ځايونه ورکول کېږي خو په وروستیو کې چې ډيری کډوال له پاکستان او ايران څخه ستانه شوي لکونه يې د هېواد په بېلابيلو ولايتونو کې بې سرپناه پراته دي او د بېکارۍ له امله هره مياشت زرګونه کسان بيرته هېواد پرېږدي او په قاچاقي لارو اروپايي هېواد او ګاونډي پاکستان ته د کار لپاره اوړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close