چارواکي: له پلچرخي څخه مو لسګونه زندانیان بګرام ته انتقال کړل

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۶)

د کورنیو چارو وزارت ومنله چې تیره ورځ یې ګڼ شمیر بندیان له پلچرخي څخه زندان څخه بګرام ته انتقال کړي تر څو یې جدي څارنه او ساتنه وشي.
د دې وزارت د زندانونو عمومي رئیس جنرال عبدالعلیم کوهستاني رسنیو ته ویلي، یو شمیر هغه بندیان چې نور زندانیان یې پاڅونونو او د حکومت پرضد شورشونو ته هڅول او یا هم د لویو بریدونو په تړاو نیول شوي یا یې له وسلوالو ډلو سره اړیکې درلودې، د بګرام زندان ته وړي.

نوموړی دا مني چې د زندانیانو د انتقال پر وخت بندیانو ګډوډي رامنځته کړه خو زیاتوي چې اوس وضعیت بیرته عادی حالت ته ګرځیدلی .
کوهستاني ونه ویل چې امنیتي ځواکونو ولې پر زندانیانو مخامخ ډزې کولې او له اوښکې بهوونکي ګاز څخه یې کار اخیسته خو زیاته یې کړه چې، ۷۴ تنه هغه کسان یې بګرام ته انتقال کړي چې پر بهرنیو ځواکونو او افغان عسکرو په لویو بریدونو کې ښکیل بلل شوي و.
باید وویل شي ، چې تیره ورځ سهار وختي د یاد زندان له مختلفو بلاکونو څخه ګڼ شمېر بندي علماء، مهم بندیان او د بلاکونو بندي نماينده ګان له اشرف غني سره د لیدنې په پلمه بګرام زندان ته انتقال شول او د بندیانو تر غبرګون وروسته امنیتي ځواکونو په دريم، پنځم، شپږم او زون بلاکونو کې پر بنديانو څو ساعته ډزي وکړې چې ، د بندیانو په متقابل غبرګون کې ګڼ شمیر بندیان او عسکر ټپیان شول.
طالبانو پر بندیانو بریدونه یو وحشت بللی او غندلې یې ده ، د طالبانو په وینا (( د وحشي رژيم قصداً غواړي په دا ډول دسيسو لاس تړلي مظلوم بنديان په شهادت ورسوي او د جګړې په ډګر کي د خپلو شکستونو غچ له مظلومو بنديانو واخلي))

طالبانو له بشري اداراتو او بې پرې سازمانونو غوښتي چې د حکومت د د غه کړنې په مخنیوي کې کوټلي ګامونه واخلي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close