چخانسوري: د طالب زندانیانو پر خوشې کولو خبرې روانې دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۹)

د ګډحکومت د مشر اشرف غني ویاند هارون چخانسوري رسنیو ته ویلي چې د طالب زندانیانو د خوشې کولو خبرې یې په لوړه کچه پیل کړې .

نوموړي چې نن په یوه مطبوعاتي غونډه کې خبرې کولې وویل، حکومت سږکال د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت شاخوا ۴۴۴ زندانیان خوشي شوي خو په وینا یې چې په دې ډله کې هیڅ طالب شتون نه درلود.

نوموړي وویل، د بندیانو آزادیدل دوه اړخیز تفاهم ته اړتیا لري چې باید په لوړه کچه رامنځته شي.
د چخانسوري په خبره، اوسمهال د طالب زندانیانو د خوشې کولو خبرې روانې دي خو لا یې هم برخلیک څرګند نه دی.

نوموړي داسې مهال داڅرګندونې کړې چې طالبانو نن د لوی اختر په مناسبت په ټول افغانستان کې سلګونه دولت پلوي جنګیالي (پولیس،اردو،کمانډویان او…) خوشې کړل او هغوی ته یې د لارې د کرایو ورکولو په ګډون قوي امنیتي تضمینونه هم ورکړل

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close