چمن: په وسلوال بريد کې سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۴) الماس خدرخیل

د پاکستان په سرحدي ښار چمن کې د نامعلومه وسلوالو په بريد کې يو امنيتي ساتونکی وژل شوی.

د دغه ښار چارواکي وايي، چې په دې بريد کې د يو ملکي کس په ګډون يو بل سرتيری هم ټپي شوی دی.

د چارواکو په وينا، په ځوابي بريد کې يو تن بريدګر په ټپي حالت کې نيول شوی هم دی.

بل پلو په ډېره بګټي کې تېره ورځ وسلوالو بريدګرو د سړک جوړونې د يو شرکت د امنیتي ځواکونو دکارکونکوپه یوه ټیم  د درنو وسلو پراخ برید ترسره کړی دی.

پاکستاني چارواکو په بګټي سيمه کې د برید دزیان په اړه له نورو معلوماتو څخه ډډه کړې، خو د ځايي اوسېدونکو په وينا، دې برید کې ځاني اومالي زیان اوښتی دی.

تر دې دمه، د دواړو بريدونو انګېزه نه ده معلومه او نه يې کومې وسلوالې ډلې مسئوليت پر غاړه اخيستی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close