چينايي رسټورانټ مېلمه ته د انسان پښې ايښي.

پر ټولنيزو شبکو خپاره شوي يوه انځور ښودلې ده، چې د ايټاليا شمال لور ته بادوا سيمه کې په يوه چينايي رسټورانټ کې مشتريانو ته د انسان پښې د خوراک له پاره ايښودل شوې دي. دغه پښې له ګټکيو ښکته پرې شوې دي او رسټورانټ پخې کړې دي.

د پېښې عيني شاهدانو ويلي، چې دغه خوراک د هوټل يوه همېشني مشتري او د هغه ملګرو ته ايښودل شوی دی، چې د سلوانيې دی.

 

دې مېلمه ويلي، چې يو خوراک مشهور چينايي خواړه «د يږې لاس» يې غوښتی و، چې له دې پېښې سره مخ شو. نوموړی زياتوي، دا مهال مې پوليس پر پېښه خبر کړل او هغوی له خوړو پېژندونکو سره سيمې ته راورسېدل. رسټورانټ کې په ستره اندازه نورې غوښې، ماهيان، چونګښې او کوني کبر (چنګاښ) موندل شوي دي، چې دا نه ده معلومه له کوم ځايه راوړل شوي دي.

 

طبي څېړنو ښودلې ده، چې نيول شوې پښې د انسان دي او په دې اړه پلټنې روانې دي، چې له کومه شوې دي.

د یادولو وړده چي تر دي مخکي په چين کي انساني اعضاء په هوټلونو او ریستورانونو کي مشتریانو ته وړاندي شوي وو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close