چين: د ودانۍ د نړېدو له امله ۴۰ تنه کارګر وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۴) الماس خدرخېل

د چين په ختيځ ښار فينګ چينګ کې د يوې ودانۍ د نړېدو له امله لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

په ياده سيمه کې د انرژۍ د توليد لپاره د ودانۍ د رغولو کار روان و، چې په کارګرانو راولوېده.

د چين رسنيو خبر ورکړی، چې تر دې دمه ۴۰ تنه وژل شوي او يو شمير نور لا هم د ودانۍ لاندې بند پاتې دي، دوی زياتوي چې د مړو شميره شايد له دې هم لوړه شي.

په چین کې صنعتي خونړۍ پېښې وړاندې هم رامنځته شوي او د کار خوندیتوب نقض او د کارځایونو د څارنې مسوولو دولتي جوړښتونو کې په پراخه کچه فساد ددغه ډول پېښو اصلي لامل بلل کېږي.

د چین یوې محکمې په وروستیو کې د کیمیاوي موادو په یو ډیپو کې چې په غیر قانوني ډول جوړ شوی و، د سترې چاودنې په تړاو د یوې لوژیستیکي کمپنۍ مشر په تعلیقي اعدام محکوم کړ، ويل کېږي په هغه پېښه کې ۱۷۳ کسان ووژل شول چې اکثره یې پولیس او د اوروژنې ادارې کارکوونکي وو.

څارونکي د شرکتونو خاوندان ګرم بولي او وايي، چې د اقتصادي ودې د کمزورتیا له امله د شرکتونو خاوندان هڅه کوي چې خپل تولیدات زیات کړي، چې بيا دغسې پېښې رامنځته کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close