چين: سمندري توپانونو د ۸۰ تنو ټپیانو په ګډون ۴ تنه وژلي دي

 (کابل ټکی کام :دوشنبه،تله۱۳ ،۹۴ ۱۳ل)

بیچینګ : د چين په جنوبي ساحلي سيمې ګوانګ ډونګ کې د «موجيګي» په نامه د سمندر مستو څپو یو شمېر سیمې زیانمنې کړي .

د چین سیمزې رسنۍ وايي چې ، دغو تېزو څپو لږ ترلږه ۴ تنه وژلي او ۸۰ تنه نور يي ټپیان کړي دي .

دغه راز چينايي چارواکي وايي چې دغه توپان د «ګوانګ ډنګ» ايالت د «ړانګجينګ » په ښار کې رامنځته شوی چې د مړو او ټپيانو سربېره يې ګڼ شمېر خلک د کورونو پرېښودو ته هم اړ اېستلي دي .

د چین دولتي مرستندویه ادارو دغو توپان ځپلو سیموته خپل د ژغورنې عمله استولې چې ترڅو زیانمن شوو سیمو کې ځپل شويو کورنيو سره مرستې وکړي .

چینايي چارواکي وايي چې د ۱۸۰ کیلو متره تېزه هوا اوس هم په «ګوانګ ډنګ » سیمه کېچليږي ، ددې وېره ده چې دغه څپې دې زیاتي شي او درانه زیانونه واړوي .

اوس مهال د چارواکو په وینا سیمه کې ټلیفوني، اوبریښمنايي سسټم هم ستونزمن شوی دی .

حماس افغان

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close