چين په افغانستان کې د سولې ؛ خو امريکا د جګړې د دوام هڅې کوي

« سرليکنه »

د تېر کال د جولای مياشتې راپه دېخوا ، چې د افغانستان د سولې مذاکرات له خنډ سره مخ شوي د ۲۰۱۵کال تر اخيره پورې بيا د سولې نوم د چاپه خوله نه و ياد شوي ؛ خو چې ۲۰۱۵ کال پای ته رسيده ، يو ځل بيا د ملي يوالي دولت او طالبانو تر منځ د سولې غږ امريکا پورته کړ. د پاکستان لومړی وزير نوازشريف يې واشنګټن ته وغوښت او يوځل بيايې د سولې په نامه غونډې پيل کړې ، چې د اسيا زړه په کنفرانس کې د ولسمشراشرف غني د ګډون څرک نه ښکاره کيده ؛ خو د پاکستاني پلاوي په  وسيله چې کابل ته راغی اشرف غني مجبورشو په اسلام آباد کې يې د اسيازړه په کنفرانس کې برخه واخسته ، چې د همغه کنفرانس وروسته يوځل بيا د ملي يوالي حکومت او طالبانو ترمنځ  د مذاکراتو لپاره ګامونه ګړندي شول؛  خو افغان ولس د تېرو کلونو په تجربې سره د امريکا لخوا د سولې په وړاندې شوې فارموله هيڅ باورنه لري. چين د افغانستان سره په اړيکو کې ښه تاريخ لري؛ خو امريکا او روسيې سره د سرحدونو پېژندلواو د امريکا لخوا د دوستۍ په موافقو د واړو هېوادونو پر افغانستان يرغلونه وکړل .

داچې راتلونکې اونۍ کې په پاکستان کې د څلور اړخيزې کمېټې دريمه ناسته کېږي، امريکا د سولې د نوم په اخيستلوسره هڅه کوې ، چې په افغانستان کې جګړه دوامداره شي .

چين د روسيې او نورو هېوادونو څخه غوښتي ، چې د افغانستان په مسئله کي ورسره مرسته وکړي ؛ خو په کابل کې د امريکايي پوځونو پخواني قوماندان جنرال کمبل پرځای نوی ټاکل شوی نوی قوماندان جنرال نيکلسن په کابل کې د خپلې دندې په پېل سره وويل ، چې په افغانستان کې امنيتي حالت د اندښنې وړ او د اړتيا له مخې امکان لري ، نور امريکايي پوځونه د نا امنيو د کنترول لپاره راوغواړو.  د بلې خوا به واشنګټن کې په داسې حال کې ، چې دافغان ملي يوالي د حکومت او طالبانو ترمنځ  يې دسولې او مذاکراتو لپاره  د څلور اړخيزې کمېټې غونډې پېل کړي د امريکا دفاع وزير ويلي، چې د امريکا او ناټو هېوادونو پوځونه  به تر اوږده مهاله په افغانستان کې ميشت وي .

د امريکا د دفاع وزير اشټن کارټر وويل : دا مهال په افغانستان کې د امريکا۹۸۰۰ پوځيان ميشت دی ؛ خو مونږ په  نظر کې لرو ، چې تر اوږدې مودې پورې به امريکايي پوځونه په افغانستان کې ميشت وي تر څو په افغانستان کې راولاړو خطرونو مخه په خپل وخت کي ونيسي.

له بلې خوا ولس مشراشرف غني رسنيو ته ويلي ، چې د طالبانو لپاره غوره چانس دی ، چې سوله وکړي او که د راتلونکي اپريل مياشتې پورې يې سوله ونه کړه ؛ ښه عواقب به ونه لري . معنا دا چې د امريکا نظر تائيد شو، نور امريکايان به سره د نورو نوو و سلو راوغواړي او جګړه  به دوامداره شي.

د سولې عالي شورا هم  د امريکا په تار تړل شوې ، د سولې د شورا سرپرست عبدالحکيم مجاهد ، چې د طالبانو نماينده ګي هم په غاړه دلوده ، ويلي:  د پګواش په غونډه کې دولتي چارواکو او د سولې د شورا نماينده  نه و، هغه د قطر غونډه د يوه  شخصي نظر غونډه وه ، څرنګه چې زمونږ چارواکې  د امريکا په تارتړلي دي، دارنګه د سولې شورا هم تړلې ده او خپله هم ورته ثابته ده ، چې همدا اوس  چين په افغانستان کې د سولې او امريکا د جګړې د دوام هڅې کوي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close