چين په شرقي ترکستان کې د اسلامي نومونو اېښودل منع اعلان کړل

کابل ټکی کام ۰۶میزان/۱۳۹۴

راپور: قدرت الله حسین

چينايي چارواکو د سينکيانګ «شرقي ترکستان» مسلمانان ګواښلي دي چې د ۲۲ نومونو له ايښودو دې ډډه وکړي.

چارواکو ځايي مسلمانان ګواښلي، چې که سرغړونه يې وکړه، سزا به وويني او کوچنيان به يې له مکتبونو او نورو هغو ځايونو منع شي، چې بايد ورشي.

د سيمې يوې مسلمانې «تورا خان» وويل، د دې ځای د پوليسو مشر د اختر په ورځ خلک د چارواکو له پرېکړې خبر کړل او غوښتنه يې وکړه چې بايد په کلکه ومنل شي.

په دغو ممنوع نومونو کې ۱۵ يې د نارينه او ۷ نور د مېرمنو دي.

چينايي رسنيو دغه نومونه په لاندې توګه ښودلي دي: “بن لادن، صدام، حسين، عرفات، مجاهد، مجاهد الله، أسد الله، عبد العزيز، سيف الله، خلد الله، سيف الدين، ذكر الله، نصر الله، شمس الدين او فخر الدين”.

د مېرمنو لپاره منع اعلان شوي نومونه بيا «امانة، مسلمة، مخلصة، مؤنسة، عائشة، فاطمة او خديجة» دي.

ياده دې وي چې چينايي چارواکو له دې پخوا هم د دغه ځای پر مسلمانانو ورته بنديزونه لګولي، چې ډېری يې د نه زغملو دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close