چکسلواکيا افغانستان ته ۳۴ نور پوځيان راولېږل

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۷) الماس خدرخیل

د سلواکيا هېواد چارواکي وايي، چې د ناټو ماموريت تر چتر لاندې یې افغانستان ته نور ۳۴ پوځيان استولي دي.

تېره ورځ د چکسلواکيا دفاع وزارت وويل، چې دا پنځمه دوره پوځيان دي چې افغانستان ته يې استوو.

د دغه هېواد د پوځيانو شمير په افغانستان کې ۱۶۸ تنو ته ورسېده، چې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې پوځي فعاليت ته دوام ورکوي.

که څه هم د غوڅ ملاتړ ماموريت په ۲۰۱۵ م کې اعلان وکړ، چې دوی يواځې افغان ځواکونو ته روزل او مشورو ورکولو لپاره په دغه هېواد کې پاتې دي، خو په دې وروستيو کې بهرني پوځيان د هلمند، کندوز او يو شمير نورو ولايتونو کې په مخامخ جګړو او شپنيو عملياتو کې هم برخه اخلي.

په ۲۰۱۵م او ۱۴ مو کلونو کې چې کله د افغان ځواکونو له لوري پر بهرنيو ځواکونو بريدونه ډېر شول نو دغه هېواد هم په افغانستان کې خپل پوځيان کم کړل او يو شمير پوځيان يې له افغانستانه وويستل.

له تېرو لسو کلونو راپديخوا د داخلي پوځيانو په بريدونو کې په سلګونه بهرني پوځيان وژل شوي، چې د ډېرو بريدونو پړې يې وسلوالو طالبانو په غاړه اخیستي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close