چک جمهوريت پارلمان: له افغانستان څخه دې چکي پوځيان و ايستل شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲)

ورورسته له هغې چې په افغانستان کې د چک جمهوريت څو تنه پوځيان ووژل شول او يو شمير نور يې ټپيان شول د دغه هېواد پارلمان له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ايستلو پر سر خبرې کړي دي.

د چک جمهوريت د پارلمان په پرونۍ غونډه کې استازو ويلي چې نور د خپلو عسکرو مړه جسدونه نه شي ليدلی او بايد له افغانستانه خپل عسکر راوباسي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت په يوه اعلاميه کې وويل، چې د يوه افغان کومانډو په ډزو يو بهرنی عسکر وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان دي زياتوي چې په دې اړه پلټنې روانې دي.

د ک جمهوريت پوځ وايي، د هرات په پروني بريد کې وژل شوی او ټپي عسکر چکان دي چې اوس مهال ټپيان په بګرام کې تر تداوۍ لاندې دي.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی او وياند يې قاري يوسف احمدي وايي، برید د دوی د يوه نفوذي بریدګر وحیدالله ننګرهاري له خوا ترسره شوی چې ګڼو بهرنيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د چک جمهوريت د بهرنيو چارو پخواني وزير ليوبومير زاوراليګ د پارلمان پرونۍ غونډې ته وويل، چې نور د عسکرو د بړو جسدونو برداشت نه لري، ځکه په وينا يې د افغانستان د اوږدې جګړې پای نه دی معلوم او بايد له دغه هېواده چکي پوځيان را وايستل شي.

د تيرې تلې مياشتې په پنځه ويشتمه نيټه هم د بګرام هوايي ډګر ته څيرمه سرتيري بريد بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله واړوله چې په سبا يې د چک جمهوريت د خپلو پنځو پوځيانو د ټپي کېدو خبر تاييد کړ.

خو طالبانو وويل، چې په ياد سرتيري بريد کې شپږ بهرني عسکر وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

په وروستيو کې په بهرنيو ځواکونو بريدونو کې تر ډيره مرګ ژوبله چکي پوځيانو ته اوښتې چې اوس يې په هغه هېواد کې له افغانستانه د پوځيانو د ايستلو په اړه بحثونه تاوده کړي دي.

دا مهال (درې سوه پنځوس) چکي پوځيان په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ تر ماموريت لاندې ديره دي چې وخت ناوخت له طالبانو سره په مخامخ جګړو، هوايي بريدونو برخه اخلي او د افغان پوځ په روزنه کې بوخت دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close