چین امریکا ته خبر داری ورکړ، چې د امریکا دښمنانو ته به لاس ورکړي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۳) زرغون خوږیاڼی

چین د امریکا متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړی، که ددوی په دښمنانو «تایوان» مو وسلې وپلورلې نو چین به د امریکا دښمنانو ته لاس ورکړي.

سپوتونیک د «Global Times» انګلیسي ورځپاڼې په حواله ویلي، چې که د امریکا متحده ایالات د چین د پالیسۍ خلاف تایوان ته وسلې ورکړي او خپلې اړیکې ورسره پراخه کړي، نو دوی به د امریکا دښمنانو ته وسلې ورکړي او لاس به ورسره یو کړي.

ورځپاڼې د چینايي چارواکو له خولې لیکلي، چې مونږ به هم په ښکاره توګه د امریکامتحده ایالاتو د مخالفینو ملاتړ وکړو او یا په هغو  به په پټه وسلې وپلورو، دوی وايي ایا مونږ دا کارونه نه شو کولی؟.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جینګ شوانګ ویلي، چین د امریکا د نوي ولسمشر ډنالډ ټرمپ د هغو څرګندونو په اړه انديښنه لري، چې ویلي یې وو، امریکا د تایوان سره له سره پر خپلو اړیکو غور کوي.

د امریکا نوي ولسمشر ټرمپ تیره ورځ له فکس تلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي وو، چې امریکا ولې یواځې له چین سره اړیکې ولري، مونږ نه غواړو یواځې د چین پالیسۍ پورې وتړل شو.

ټرمپ دا هم وویل، تر هغو چې چین موږ سره په سوداګرۍ او ځينو نورو برخو کې معامله ونکړي، ځان یواځې دچین پالیسۍ ته ژمن نه بولي،« زه نه غواړم په دې برخه چین ماته لارښوونه وکړي».

تایوان د چین سره په ګاونډ کې ګوچنۍ ټاپووزمه ده، چې چین یې د خپل هیواد یوه برخه بولي.

د تایوان ولسمشرې څای اینګ وین د ټرمپ سره تر خبرو وروسته، ټرمپ یادې څرګندونې کړي دي، چې چین یې په ټیلیفوني اړیکو هم اندیښنه څرګنده کړې وه.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close