چین تر ټولې نړۍ ګړندی موټر جوړ کړ

لاروی

جرمني او جاپان د تیرو لسو کلونو راپدیخوا د موټر، موبایل، طبي ماشینونو او کمپیوټرو د جوړولو سیالي پیل کړې ده، چې د یادو هیوادونو ترڅنګ چین اوس په نړیواله کچه د یو شمیر هیوادونو څخه پدې سیالۍ کې قدم اړولی دی.

په تیر یو کال کې چین د لمري بریښنا موټرې جوړې کړې او هم یې د لمري بریښنا الوتکو په جوړولو کې ونډه واخیسته؛ خو اوس یې د نړۍ په کچه تر ټولې نړۍ ګړندی بریښنایي موټر جوړکړی دی.

یوه چینایي شرکت چې د نیکسټو په نامه یادشوی دی، دومره ګړندی بریښنایي موټر جوړ کړی، که ګړندیوالی یې چاته ووایې باورپرې نه کوي، ځکه د شرکت د کارکوونکو د وینا مطابق دا بریښنایي موټر په یوه ساعت کې ۳۱۳کیلومتره لار وهلی شي، چې دومره ګړندیوالی په رښتیا حیرانوونکی دی.

د دې شرکت انجنیرانو ویلي، چې په نړۍ کې تر اوسه پورې دومره ګړندی موټر کوم شرکت نه دی جوړکړی او که یې هڅه وکړه موږ به  له دې ګړندی موټر هم جوړکړو.

تر اوسه د ګړندي موټر خوښونکو یواځې بوګاتي موټرې رانیولې چې وروسته له دې شاید د بوګاټي پر ځای په چین کې جوړ بریښنایي ګړندۍ موټرې را ونیسي.

یادې چینایي کمپنۍ د دې ګړندي موټر نوم نه دی څرګند کړی؛ خو دومره یې ویلي دي چې د دې موټر چلوونکی دا فکر کوي چې زه موټر ته ناست نه، بلکې د ځمکې نه ځمکې ته په یوه توغول شوي توغندي ناست یم.

ددې ګړندي موټر وزن تر نورو موټرو کم دی؛ خو یواځې د بټریو وزن یې ۱۷۳۵ کیلو ته رسیږي، چې په ګړیدیتوب کې د موټر سره مرسته کوي.

په چین کې د موټر جوړلو یاد شرکت غواړي، د تسلا او اپل شرکتونو سره سیالي وکړي او نور پرمختللي وسایل هم جوړکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close