چین د نظامي اډې جوړولو په تړاو راپورونه رد کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۷)

چین هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې دا هیواد غواړي له افغانستان سره پولې ته څیرمه پوځي اډه جوړه کړي.

نن د مارنینګ خبري اژانس د چینایي چارواکو په استناد خبر ورکړی و، چې چین غواړي د بدخشان واخان ولسوالۍ ته نږدې په هغه سیمه کې چې افغانستان او چین سره وصل کوي ، یوه نظامي اډه پرانیزي او هلته افغان ځواکونو ته په روزنې سربیره خپل سلګونه پوځیان هم ځای پرځای کړي.

خبر کې راغلي و، چین دا پوځی کمپ له افغان ځواکونو سره د مرستې پر اساس جوړوي ، تول لګښتونه یې خپله پرې کوي او غواړي چې افغان عسکر وکولای شي په امنیتي برخه کې ښه وړتیا لاس ته راوړي.

خو د چین د بهرنیو چارو وزارت دا داعاوې پروپاګند بللې او ویلي یې دي چې، چین افغان سرحداتو ته څیرمه د هیڅ پوځي کمپ د جوړولو اراده نه لري.

د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاند “هو چونګ یانګ“ وایي، ( دا معلومات هیڅ حقیقت نه لري او په تولیز ډول بې اساسه دي)
چین تر دې وړاندې له افغان حکومت سره د عسکرو د روزنې په خاطر د یوې قرارګاه جوړول هم منلي و، خو د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وایي، چې چین له هغې ژمنې هم پر شا ګرځیدلی.
د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستانی وایي، چین له دې ویرې چې ګواکې داعش ډله ورته له افغانستان سره تړلو پولو کې ګواښ پیښ نه کړي، دې کار ته زړه ښه کړی و، خو کله چې طالبانو د هیواد شمال له داعش ډلې تصفیه کړ، نو چین هم ډاډه شو، ځکه طالبان یې سرحداتو کوم خطر نه پیښوي.

چین له افغانستان سره ۱۰۰ کیلو متره سرحد لري چې کله ناکله ترې قاچاق برې ډلې تګ راتګ هم کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close