چین د کاناډا یو جاسوس د غلا په تور نیولی

کابل ټکی کام (جمعه مبارکه ۰۹ سلواغه ۱۳۹۴ل) فرید احمد
د چین مرکزي ټلویزویون خبر ورکړی دی، چې څارګرې ادارې یې د کاناډا د استخباراتي شبکې یو جاسوس د غلا په تور نیولی دی.
راپور کې ویل شوي دي چې( ګوین ګارات) د چین په (دان دونګ) ښار کې د داسې شواهدو سره نیول شوی دی چې ښايي د کاناډايي څارګرې ادراې سره یې اړیکې درلودې او مالومات یې ور کول.
د چین امنیتي سرچینو هم د کاناډا د یو جاسوس د نیولو خبر تأیید کړی دی.
د یادولو ده چې څه موده وړاندې د چین څارګرې ادارې یو سویډنی هم په ورته تور له خپل هېواد څخه بهر کړی و، او تېر کال یې ۴ جاپانیان هم د جاسوسۍ په تور نیولي وو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close