چین هڅې کوي چې د پاکستان او افغانستان اړیکې ښې شي

کابل ټکی کام ۰۳سنبله/۱۳۹۴ راپور: انصار د نړیوالو رسنیو د معلوماتو له مخې چین هڅې پیل کړي دي چې د افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ښې کړل شي، تر څو د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو په نتیجه کې په افغانستان کې د روغې جوړې او سولې لپاره زمینه برابره شي، او چین په دې سوله کې مهم رول لوبوي. په کابل کې د چین سفیر دنګ ژونګ د ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي: چین په دې هڅو کې دی چې د دواړو هېوادونو افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې ښې کړي، او په خپل ټول توان سره به په دې لاره کې ګړندي قدمونه پورته کوي، چې په افغانستان کې جګړه پای ته او سوله را منځ ته شي. دنګ ژونګ د خپلې مرکې په جریان کې د خپل هېواد د روانو هڅو په اړه وویل، د چین سیاست د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې د لاس ته راوړلو لپاره ښکاره دي. چین په افغانستان کې د سولې، بیا رغونې او ملي پخلاینې حمایت کوي، زه د چین په نمایندګۍ د اشرف غني د هڅو او د ده په مشرۍ د ملي وحدت دولت ستاینه کوم چې په دې کلونو کې یې د سولې هڅې پیل کړي دي.   ژونګ وویل، چین په دې اړه خپلې هڅې پیل کړي دي، او غواړي د ملي پخلاینې په نتیجه کې په افغانستان کې د خپل رول په درلودلو سوله او امن منځ ته راشي.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close