چین په ایغور مسلمانانو کړۍ د محاصرې راتنګه کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۳)

 

د چین حکومت د دې هیواد په شینژیانګ آیالت کې پر میشتو مسلمانانو د محاصرې کړۍ راتنګه کړې او هغوی د خپلو اسلامي عباداتو او مراسمو لمانځلو ته نه پریږدي.
په دغه آیالت کې شاوخوا شل میلیونه مسلمانان اوسیږي، چین وایي دوی د مسلمانو لږکیو د لمنځه وړلو نه؛ بلکې بنسټپالنې پر ضد مبارزه کوي.
په عین حال کې چین پر دغو خلک ناوړه شرایط وضع کړي چې له ډلې یې پر آذان بندیز لګیدلی، د ډوډۍ خوړلو پر مهال د بسم الله پر ځای د چین د ولسمشر نوم یادولو ته اړ ایستل، په زور او جبر د کمونست ګوند ته ور اوښتل، پر روژه بندیز لګول او ورته نورې چارې.

د امریکا غږ د راپور له مخې، ځینو مسلمانانو ته ویل کیږي چې، هره ورځ با ید “۱۲۶درواغ” ووایي چې په کې د دین او مذهب په اړه سپکاوي هم موجودي دي.

په عین حال کې د چین پر حکومت د اروپایي ټولنې ځینو هیوادونو فشار راوړی چې باید د دغو لګکیو مسلمانانو پر وړاندې له سخت چلند څخه لاس واخلي ،خو د چین حکومت وایي چې دا مبارزه یې د ایغور مسلمانانو پر وړاندې نه؛ بلکې د بنسټپالو پر ضد ده، هغه څه چې ښایي د چین ایغوري مسلمانان د کمونست ګوند پر وړاندې مبارزې اړ باسي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close