چین: په کيمياوي بټۍ کې چاودنې ۴۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۷)

د چین د هیبئ ايالت په ژانګجياکو ښار کې په يوه کيمياوي بټۍ کې چاودنه شوې چې له کبله يې ۴۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د چينايي رسنيو د راپورونو له مخې، چاودنه د هیبای شینګهوا کيميکل انډسټري کيمياوي بټۍ د لاريو بارولو په ځای کې رامنځته شوې ده.

د چین دولتي اژانش شینهوا ويلي، په پېښه کې دوه ويشت کسان وژل شوي، دوه ويشت تنه نور ټپيان دي او له چاودنې وروسته شاوخوا سيمه کې اور لګېدلی چې له کبله يې تر پنځوس پورې موټر سوځېدلي دي.

پوليسو په سيمه کې د ژغورنې او پلټنې عملیات پيل کړي څو معلومه کړي چې چاودنه د څه لامله رامنځته شوې او له خلکو يې غوښتي چې د پيښې ځای ته نږدې ورنشي.

په ۲۰۱۵م کال کې هم د دغه هېواد په تيانجن ورته ډول يوه پېښه په کيمياوي بټۍ کې رامنځته شوې وه چې له کبله يې نږدې دوه سوه کسان وژل شوي و.

دغه راز د روان ميلادي کال په لومړيو کې هم په فوجيان ولايت کې د زرهجنو کيمياوي موادو د بهيدو له کبله (دوه پنځوس) تنه ناروغه شوي و.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close