چین کې سېلابونو ۱۶ تنه وژلي، لسګونه زره بې ځایه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۳) د چينايي رسنيو د راپورنو له مخې، د دغه هېواد په لويديځه سيمه ګينګسي جيووا کې د سختو سېلابونو له کبله لسګونه زره کسان بې ځايه شوي او شپاړلس تنه نور مړه دي.

د چين شينهواي خبري اژانس ويلي، د ډير ورښت له کبله طوفان او سېلابونه راوتلي چې په ترڅ کې يې شپاړلس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لس تنه نور لادرکه دي.

ځايي چارواکي وايي، دغو سېلابونو د څلور سوه پنځوس ميليارده ډالرو په ارزښت خلکو ته مالي زيانونه اړولي او تر دې دمه دوه نوي زره کسانو خپل کورونه پرېښې او امن سيمو ته لېږدول شوي دي.

د ژغورنې ډلې سيمې ته رسېدلي او په سېلابونو کې د بند پاتې خلکو د راويستلو هڅې روانې دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close