چی اټومی وسله وکارول شي څه پیښیږی ؟

رالیږونکی : عرفان
اټومی وسلې کاریدل دانسانانو پرروغیتا او صحت څه ډول اثر کول ؟
لیکنه یو څه اوږده ده خو یوڅه به تری زده کړی .
داچی اټومی وسله څه شی دی او څه ډول کارکوی دبلې ورځی موضوع مو ټاکلې خو نن ورځ پردی بحث کوو کله چی اټومی وسله وکارول سی څه پیښیږی او دانسانانو پرصحت څه اثرکوی.
داټومی وسلو کارول په بی ثاری توګه زیان اړوی دازیان نه یواځی ځانی وی بلکی مالې هم وی کله چی اټومی وسله وکارول سی مایکروسکوفی شواهد داموږته په ګوته کوی چی دا اټومی وسله له کومه ځایه راغلی داټومی وسلې کارول پریوداسی ښارچی بانفوسه وی زښت زیان اړوی بیاهم ددی زیان اندازه داټومی وسلې دمرکزی فاصلې پوری اړه لری هغه ټکی او نقطه چی اټومی وسله پری لګیږی او چوی دی نقطی ته هایفو سینټر Hyponcenter ویل کیږی څومره نږدی چی تاسو هایفو سنټرته یاست په هغومره اندازه یی زیان وی خو دا زیان په کومو شکلونو وی ؟
کله چی اټومی وسله پټاو سی
۱-دچاودیدنی څخه دتودوخی یوډیر شدیده او قوی څپه خپریږی
۲- دچاودیدنی څخه ډیرلوی فشار او لړزیدنه رامنځته کیږی
۳- راډیو اکټیب فال اوټ رامنځته کیدل Radioactive Falloutt ( دراډیو اکیتب فال اوټ هغه کوچینی زرات چی له چاودیدنی سره لیری فاصلو ته لیږدول کیږی او بیا پرځمکه لویږی )
په هایفو سینټر یا هغه مرکزی نقطه چی اټومی وسله چوی پدی نقطه کښی دتودوخی مقدار ۳۰۰ میلیونه درجی دسانتی ګیراد ته رسیږی دلته هرڅه تبخیرکیږی او داسی څه نسته چی دومری تودوخته سره مقاومت وکړی او یا ویلې نسی .
دهایفو سینټر بهر چی کم زیانونه رامنځته کیږی هغه اکثرآ دسوځیدنی ، هغه څه چی دفشارله وجی الوتی وی دهغوی پرځمکی لویدل ، دفشاراو لړزیدنی څخه دتعمیارتو نړیدل او له منځه تلل او ډیر زیات راډیشن Radiation یا شعاتو رامنځته کیدل او هغه اور انتقال چی له ډیری زیاتی تودوخی څخه رامنځته کیږی .
په اوږدمهاله موده کښی راډیواکتیب زرات لیری سیمو ته دباد په وسیله رسول کیږی امکان لری هغه اوبوته ځان ورسوی چی انسانان یی دڅښولو لپاره کاروی دهمدی لاری دانسانانو بدن ته ځان رسوی اویا له نورو خوراکی موادو په کارونی سره دا امکان سته چی دازرات هضم سی .
دانسانانو پر روغتیا او صحت څه ډول اثرکوی ؟
ساینس پوهان دجاپان هیواد دهیروشیما او نګاساکی دوه اټومی بمونو دکارونی ژغورل سوی کسان معاینه کړی ترڅواوږدمهاله او لنډمهاله اثرات وڅیړل سی . راډیواکټیب زرات دبدن پرهغو حجراتو اثرکوی چی په فعال ډول تقسیم کیږی ( دکولمی حجرات ، ویښته ، هډوکی ، تناسلې غړو او نورو ) ځنی نور اثرات چی رامنځته کیږی په لاندی ډول دی
۱- خواګرځی او اسهال
۲- دویښتانو رژیدل
۳- دوینی حجراتو کمیدل
۴- دسترګو بیماری داوښکو زیات بهیدل ، درنګونو ناسموالی
۵- سرطان
۶۶- په پیدایښت کښی نقصان او عیبونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close