چې پلار یې ټرمپ وي.. زوی به یې هم  ټرمپ وي

 خاموش

په هره ټولنه کې دا دود دی چې په اولادونو د خپلو نسلونو، خپل کلتور، خپل مذهب او خپلې ټولنې مطابق نومونه ایښودل کېږي. که له غریبو هېوادونو بل شتمن هېواد ته د غریبۍ لپاره وګړي ولاړ شي او هلته شریک ژوند کوي، د هرهېواد وګړي د خپل مذهب، نسل، کلتور او … له نومونو څرګندېږي.

که د چا د نوم په آخرکې خان یاد شي، بې له پوښتنې هغه افغان / پښتون دی. که د چا له نوم سره آخر کې ِسنګ وي، بې له پوښتنې هغه هندو یا سِک دی. که د چا له نوم سره بېګ او قل لیکل کېږي، هغه به ازبک، ترکمن او… وي. که د چا د نوم تر څنګ تخلص جعفري، یزدي، کرماني، قومي او… وي، پوهېږو چې خلیجي دی. د کومو نارینه وو د نومونو په لومړي سر کې چې الکزاندر او په اخر کې یې ووف او یا یې په ښځینه نومونو کې ایتا، زیتا، کیتا، سیتا او… راشي؛ دا جوتوي چې نه افغان او نه مسلمان دی، بلکې غیر مذهبه او د روسيې یا د پخواني شوروي ریاستونو اړونده وګړي دي.

د دې څو بېلګو په یا دونه ویلای شو، هغه افغان چې خپل نوم یې اسدالله پویا یاد کړی او پر زوی یې د ټرمپ نوم ایښی، داسې ښکاري چې د نسل په بدلون به یې پرې دا نوم ایښی وي. ځکه افغانان دا ډول نومونه له خپل نسله نه ګڼي.

 پویا چې په خپل زوی د ټرمپ نوم کېښود، ښه یې وکړل، له خپل نوي نسل سره یې وفا وکړه. پویا به پر دې پوه شوی وي چې زوې یې افغاني الاصله نه دی، بلکې په افغانستان کې د زرګونو امریکایانو او د ډیموکراسۍ له برکته یې افغاني نسل په امریکايي نسل بدل شوی.

پویا بد کار نه دی کړی چې  پر زوې یې ټرمپ نوم کېښود. هغه وخت به مو پرې بد ویلای چې زوې یې امریکایي نسله او نوم یې پرې افغاني ایښی وای.
که په افغانستان کې دا بهرنیان او د ډیموکراسۍ په رڼا کې د ښځو ازادي موجوده وي، پویا او د پویا په څېر نور ملګري به یې پر زامنو د ناټو هېوادونو د ولسمشرانو، او د هغو کمونستانو په څیر چې له کورنیو سره په روسیه کې اوسېدل پر لوڼو به د ایتا، زیتا، کیتا، سینا نومونه کېږدي.

د پویا کورنۍ په خپل کور کې د ټرمپ په نوم اندېښنه ښودلې او له پویا سره یې اړیکې پای ته رسولې. په دې کې د پویا کورنۍ ګرمه ده، ځکه پویا چې د خپل زوی نوم ټرمپ ایښی، ښه یې کړي دي. که یې زوې خپل وای بیا به یې نوم هم افغانی وو. خو دا چې ډیموکراسي ورته د نسل په بدلون د زوی نوم ټرمپ کړ، باید ټرمپ پاتې شي. که پویا پر خپل زوی افغاني نوم ایښی وای بیا به یې هم سترګې، رنګ او خویونه امریکايي وو.

چي نسل خپل وي نوم یې هم خپل وي او

د چا چې نسل بدل شي باید نوم یې هم بدل شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close