ډامنیک: افغانان له ملي یووالي حکومت څخه د ژمنو د نه پوره کېدو له کبله مایوسه شوي

کابل ټکی کام ۰۵غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
په کابل کې د برتانیې سفیر ډامنیک جرمي ویلي دي، چې افغانان له ملي یووالي حکومت څخه د ژمنو د نه پوره کېدو له کبله مایوسه شوي دي.
ډامنیک جرمي ویلي دي، چې د ملي یووالي حکومت له افغانانو سره کړې ژمنې نه دې پوره کړې.
نوموړي همدا راز رسنیو ته وویل، چې په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره ډېر مزل پاتې دی.
نوموړي له افغان حکومت سره ژمنه وکړه، چې د بروکسل په غونډه کې به نورې مرستې هم ورسره اعلان کړي.
جرمي زیاته کړه، که د ملي یووالي حکومت ورڅخه د سولې په څلور اړخیزو غونډو کې د ګډون غوښتنه وکړي، دوی به په کې ګډون وکړي.
د یادولو ده، چې د ملي یووالي حکومت په اړه ډېرو بهرنیو او کورنیو سیاستمدارانو ورته څرګندونې کړي دي، او دغه حکومت یې د شرم او عار حکومت بللی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close