ډاکتر عبدالله: د امریکا په ګډون دڅو هیوادونو استازو په قطر کې له طالبانو سره کتلي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۷)

د ملي یووالي د حکومت اجرایه رئیس چې نن د فساد پرضد یوه غونډه کې یې خبرې کولې وویل، نړیوالو له طالبانو سره خبرې جاري ساتلې چې د سولې په برخه کې به هیله بښوونکې وي.
نوموړي وویل، د امریکا په ګډون د یو شمیر هیوادونو ( چې نوموړي یې نومونه یاد نه کړل) له طالب مرکچیانو سره په قطر کې کتلي.
عبدالله ټینګار وکړ چې دا کتنې د افغان حکومت استازولي نه کوي او په وینا یې چې د سولییزو مذاکراتو په پیل کې اغیز درلودلی شي.
اجرایه رئیس داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې امریکایي چارواکو او یو شمیر طالب سرچینو رسنیو ته منلې چې دواړو لورو پر مهمو مسائلو خبرې کړې.

شنونکي وایي، امریکا ټوله هڅه کوي چې ځان له طالبانو سره له مخامخ مذاکراتو څنډې ته وساتي خو د طالبانو واحد دریځ یې ورځ تربلې پالیسي بدلوي.
شنونکی احمدي سعیدي وایي ؛.که امریکا له طالبانو سره مخامخ مذاکراتو ته زړه ښه کړ، دا به د طالبانو مهمه بریا او د نړیوالې ټولنې راتګ به افغانستان ته د یرغل په توګه وپیژندل شي، چې بیا د جینوا د کنوانسیون د پریکړو پر اساس امریکا او نړیوال متحدین یې مجبور دي چې د ټولو هغو ځاني او مالي زیانونو تاوان چې افغانانو ته یې اړولی ورکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close