ډاکټر عبدالله: تکراراً وایم، طالبان لا هم پر خپل دریځ ولاړ دي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۲)

د ملي یووالي د حکومت اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، چې نن یې د وزیرانو شورا ته خبرې کولې، یوځل بیا ټینګار وکړ چې طالبان لا هم له خپل دریځ څخه تیر شوي نه دي.

نوموړي وویل “ تکراراً وایم یواځنی لامل د طالبانو واحد دریځ دی، پر دې بناء چې دا ډله لا هم ریښتینو مذاکراتو ته چمتو نه ده، کوم ګامونه یې چې ایښي د تبلیغاتو او امتیاز حاصلولو په موخه وو، خو تر اوسه یې کوم ریښتینی نیت د مذاکرو د پیل لپاره نه دی ښوودلی“

نوموړي وویل، مخالفین هغه مهال د افغانستان د خلکو له هرکلي سره مخ کیږي چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له پروسې سره یوځای شي.
هغه زیاته کړه، د سولې په خبرو کې د ۱۷ کلنو لاسته راوړنو ټینګه دفاع غواړو، دغه راز اساسي قانون او د افغانستان د افرادو حقوق او آزادۍ هم باید خوندي شي.

عبدالله ټینګار وکړ چې د سولې له هر فرصت څخه باید استفاده وشي او هغه ډلې اشخاص او افراد چې دا پروسه تخریبوي، باید اجازه ورنه کړل شي.
نوموړي په تیر کې هم طالبان پر واحد دریځي تورن کړي وو او داځل یې هم پخوانۍ خبرې تکرار او د ۱۷ کلنې دیموکراتې لاسته راوړنې پر حفاظت یې ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې طالبانو تل ټینګار کړی چې د اشغال په شتون ګې له افغان حکومت سره نه کیني او کله چې بهرنیان وځي هم، منحیتث نظام ورسره خبرې نه کوي بلکه د یوه بین الافغاني جوړجاړي له مخې به پروسې ته داخلیږي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close