ډاکټر عبدالله د «ترهګرۍ» په اړه په یوه غونډه کې د ګډون لپاره هندوستان ته ځي

کابل ټکی کام ۱۱سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د ګډ حکومت د دویم مشر غبرګ عبدالله ویاند جاوید فیصل رسنیو ته ویلي دي چې ډاکټر ع، عبدالله د ترهګرۍ په اړه په یوه کنفرانس کې د ګډون لپاره نن هندوستان ته ځي.
فیصل د دغه کنفرانس ځای د هندوستان جیپور ښار یاد کړ، او زیاته یې کړه چې ډاکټر ع، عبدالله به په دغه کنفرانس کې وینا وکړي.
ویاند همدا شان وايي، چې اجرائیه رئیس به د هندوستان له لومړي وزیر نرېندرا مودي، د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سوراج او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره لیده کاته هم وکړي.
فیصل وايي چې اجرائيه رئیس به د هندوستان له چارواکو سره د لیدنې پر مهال د اېران سره د چابهار بندر د جوړونې په اړه خبرې وکړي، چې د هندوستان په پانګونې جوړیږي.
د ده په وینا چې د اجرائیه رئیس په دغه سفر کې به د افغانستان او هندوستان تر منځ دوه تړونونه هم لاسلیک شي.
فیصل همدا راز وايي چې یو تړون چې د دواړو هېوادونو د سفیرانو له لورې به لاسلیک کیږي، دادی چې د دواړو هېوادونو سیاسي پاسپورټ لرونکي کسان له وېزې پرته تګ را تګ وکولای شي.
نوموړی زیاتوي، بل تړون د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې په موخه د سوداګرۍ د خونو تر منځ لاسلیک کیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close