ډاکټر عبدالله: د جنرال رازق په وژلو کې بهرني لاسونه نه وو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۳۰)

د ملي یووالي د حکومت اجرایه رئیس ډاکتر عبدالله ټولې هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې د رازق په وژلو کې بهرنۍ کړۍ ښکیلې وې.

ډاکټر عبدالله وویل، د رازق په وژنه کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت لاس لرل یوه شایعه او د دښمنانو تبلیغات او دسیسه ده.
نوموړي زیاته کړه، همدا اوس له ځانګړو ځواکونو سره په لومړۍ کرښه کې د ناټو ځواکونه ملتیا کوي، نو څنګه کیدلی شي چې، دوستان دې دا ډول کار تر سره کړي.

تر دې وړاندې د ولسمشر غني دملي امنیت سلاکار په دې برید کې  پاکستان لاس درلودل هم رد کړي وو.

عبدالله داسې مهال دې څرګندونو ته اړ کیږي چې په ټولنیزو رسنیو کې د کندهار د برید د پړې ګوته امریکایانو ته نیول کیږي چې ګواکې تر لفظي شخړې وروسته یې دا کار ترسره کړی دی.
خو د ملی امنیت رئیس بیا وایي چې امریکایي او افغان چارواکو په صمیمانه ډول په خندا او ټوکو ټکالو غونډه پای ته ورسوله،خو کله چې بهرنیان رخصتیدل ـ په ناڅاپي توګه د والي یوه ساتونکي پرې ډزې وکړې.
خبر زیاتوي، د برید کونکي له ډزو سره سم جنرال رازق پر ځمکه پریوت چې په همهاله توګه د ملي تلویزیون یوه خبریال په بریدګر باندې په تش لاس برید وکړ،چې وروسته هغه هم ووژل شو، خو د نوموړي دې  اقدام د امریکایي جنرال سکاټ میلر په ګډون د ګڼو کورنیو او بهرنیو چارواکو د مرګ ژوبلې مخه ونیوله.
طالبانو د برید مسؤلیت منلی او چارواکي هم وایي چې بریدګر اته ورځې وړاندې د والي په ساتونکو کې پر دنده ګمارل شوی وو .
عبدالله داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تازه په ځینو ولایاتو کې د امریکایانو پرضد لاریونونه ترتیب شوي، چې امریکایان غواړي د افغان چارواکو په خبرو یې تر وخت وړاندې مخه ونیسي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close