ډاکټر عبدالله وايي، طالبان باید سولې ته غاړه کېږدي

کابل ټکی کام (چهارشنبه ۰۷ سلواغه ۱۳۹۴ل) هاشمي عبدالله
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې په طالبانو غږ کړی دی ترڅو له دولت سره له مخالفت لاس په سر شي او سوله وکړي.
نوموړي ویلي دي چې ټولې هغه ډلې چې له دولت سره په مخالفت کې دي باید ژر تر ژره سولې ته غاړه کیږدي او له ورکړل شویو موکو څخه استفاده وکړي.
دا پداسې حال کې ده چې دولت د پګواش په غونډه کې چېرته چې طالبانو هم حضور درلود، برخه وانه خیسته، او هغه یې بې فایدې ناسته وبلله.
افغان دولت له پاکستان، امریکا او چین سره خبرې شروع کړي دي، غني باور لري، که خبره له پاکستان سره هواره شي نو په افغانستان کې به په هماغه ورځ جنګ هم بند شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close