ډاکټر عبدالله پتمنه سوله غواړي که د بې پته واک دوام؟

 سرليکنه

د تیر کال څلور اړخیزو غونډو د ناکامیو وروسته دولت او ولس، نړیوالې موسسې پګواش ته یو څه هیله مندي درلوده، چې نړیواله پګواش غونډه بې پرې او په خپلو هلو ځلو سره غواړي په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي او تلپا تې سولې ته دولت او د دولت مخالف وسله وال قانع کړي.

تیرمیلادي کال د میۍ په دوېمه – درېمه چې په قطر کې د پګواش لخوا دوه ورځنی سیمینار جوړشو او پکې یو شمیر سیاسي افغان مشرانو په غیرمستقیمه توګه د طالبانو سره په غونډه کې یو ځای ناسته وکړه له جګړې بیزاره ولس سولې ته یو څه هیله وښوده او هم د دولت مخالف وسله والو په افغانستان کې د جګړې پرځای سوله غوره وبلله.

اوس په درېیم ځل په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او سولې لپاره د هلو ځلو څرک ولیدل شو، دا څرک د شمالی اییرلنډ څخه افغانستان ته د سولې لپاره د یو پلاوي په راتلو سره څرګند شو، چې د همدې پلاوي لخوا تیره ورځ په کابل کې د اروپا د اتحادیې په نمایندګۍ کې د روغې جوړې په نامه یوه غونډه وشوه .

د شمالی اییرلینډ څخه افغانستان ته د سولې په اړه د تجربو د شریکولو لپاره د یو پلاوي کابل ته راتګ یو ښه ګام وبلل شو، ځکه چې دا مهال په افغانستان کې هره ورځ د جګړو او مرګونو راپورونه ترلاسه کیږي؛ خو د سولې خبر نه اوریدل کیږي.

په غونډه کې دولتي، سیاسي او د افغانستان د سولې لپاره هلو ځلو کوونکو مشرانو ګډون وکړ، چې پکې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله هم برخه اخستې وه.

ډا کټر عبدالله په یاده غونډه کې د خپلې وینا په ترڅ کې ومنله، چې که هر څو جګړه دوام وکړي آخر به هم سوله د خبرو له لارې رامنځ ته کیږ،ي ولس هم نور د جګړې د زغم توان نه لري، د ولس غوښتنه داده چې په هیواد کې پتمنه سوله منځ ته راشي، دولت باید د پتمنې سولې لپاره ګامونه واخلی.

تر اوسه پورې ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله د طالب مشرانو سره د خبرو اخلاص نه دی ښودلای، د هر اختر د لمانځه وروسته پر طالبانو له جګړې  څخه د لاس اخستنې یو غږ وکړي؛ خو د سولې ریښتنې اراده نه لري.

تیره ورځ ډاکټرعبدالله د شمالي اییرلنډ د پلاوي سره په ګډه غونډه کې د وینا په ترڅ کې د تیر په نسبت یو څه توپیر ولیدل شو، چې لږ څه سولې ته مایل  و؛ خو د ډاکټر عبدالله سولې ته مایلتیا داسې ښکاري چې د طالبانو سره د ګاونډیو هیوادونو یو څه نږدیوالې لامل وي .

بله داچې د نړیوالو رسنیو د راپورونو په اساس، تهران طالب مشرانو ته په تهران کې کیدونکې «اتحاد اسلامي کنفرانس» کې د ګډو بلنه ورکړې ده.

نړیوالو رسنیو دا راپورونه هم ورکړي دي چې چین، روسیې او تهران طالبانو سره د اړیکو د ښه والي هڅې پیل کړي دي چې په دې هڅو سره د طالبانو باور ورځ په ورځ زیاتوالی مومي.

اوس ډاکټر عبدالله ته څرګنده شوه چې جنګ د ماتې سره مخ دی او نور د طالبانو په مقابل کې جګړه ګرانه ده او هم د جګړې له لارې کامیابي نه شو تر لاسه کولای، ځکه تېره اوونۍ په واشنګټن کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې رول ملر واشنګټن پوست سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان مسئله په جګړو نه حل کیږي او یواځینی حل یې مذاکرات دي.

دا ټولې نړۍ او خپله اروپايي ټولنې ته څرګنده ده چې اشرف غني، ډاکټر عبدالله، وزیران یې او تر دوه سوو زیات سلاکاران یې پتمنه سوله نه غواړي، بلکه د سولې په نامه د خپلې بې پتۍ د واک دوام غواړي ځکه خو په صداقت سره سولې ته غاړه نه ږدي.

اوس هغه وخت نه دی چې امریکا او د جان کیري په لاس جوړ حکومت چارواکو به طالبان تورلست کې د شاملولو په خاطرنړۍ ته په یو او بل نامه ښکاره کول. په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر ماتڅکي رسنیو ته ویلي: موږ د خپلو حقوقو د خوندیتوب لپاره د طالبانو سره د ښو اړیکو ساتلو هڅه کوو، ځکه د طالبانو سره ښې اړیکې د ټولو ګاونډیانو په ګټه دي.

ښه خبره داده چې حکومتي چارواکي د افغان ولس رایې ته درناوی وکړي  او په رښتیا سره سولې ته غاړه کیږدي، اشرف غني او ډاکټر عبدالله تل د پتمنې سولې په نامه د بې پتۍ د واک د دوام لاره غوره کړې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close