ډاکټر غني سره د انزوا ویره پیدا شوې

ډاکټر یوسف اکبری

په قطر کې  د امریکایانو او طالبانو تر منځ د روانو مذاکراتو پنځم پړاؤ باندې څو ورځې واوښتي، خو افغان حکومت يې بیا هم په اړه هیڅ معلومات نلري؛ د سولې  شورا د دفتر رئيس ښاغلی عمر داؤد زی آخر دې ته اړ شو چې ووايي:امریکا د طالبانو سره د خپلو وتلو په اړه د افغان حکومت له موافقې پرته کومه پرېکړه نشي کولی او هماغه د اشرف غني پخوانی دريځ يې په حقیقت کې  تکرار کړ؛ چې د سولې لپاره يې پنځه کلونه اړین ګڼل .

باید چې د افغاني تفاهم له لیارې لومړی ملي اجماع رامنځته شوې وای او بیا سیمه ایزه اجماع د امریکایانو د وتلو لپاره د فشار په توګه کارولی شوي وای؛ خو د سیمه ایزو هیوادونو سره د تماسونو لړۍ دواړو لوريو د دې لپاره پیل کړه چې خپل حریف څملوي. اوس چې ملا برادر اخند قطر ته تللی، نو پر روسيې او ازبکستان سربیره دا دی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پومپيو هم ور روان دی چې له امله يې د ډاکټرغني حکومت سره ویره پيداشوې چې انزوا کې پاتې نشي او د دوی په غیاب کې امریکا، سیمه ایز هیوادونه او طالبان په شریکه کوم پټ دیګی پوخ نکړي؛ د دوی دا انديښنه پرځای هم ده ځکه پدغه صورت کې به سرتاسري او تلپاتې سوله رامنځته نشي.

دا هم یو حقیقت دی چې که همدې ښاغلیو د امریکا په اوږو میاشت نه لیدلی او هم يې په خپل ولس کې د خپلو ارزښتونو په پاللو سره محبوبیت پيدا کړی وای او کله امریکا او کله روسیې ته د منډو پرځای د هیواد د خلکو سره يې یو پراخه بین الافغاني ډیالوګ پیل کړی وای، نو خپلمنځي رقابت به يې نن د واک واګي امریکایانو ته په لاس نه ورکول او د ۱۴ کلن جهاد د قربانیو نتیجه کې به مونږ د شوروي د باران نه د امریکا ناوې ته په کښیناستلو نه مجبوریدو.

اوس نو د هرې راتلونکي بدې پایلې مسؤلیت به هم د امریکا په پالنه غټ شوو ته ور ګرځي؛ ځکه دوی په لوی لاس د خپلو ږیرو واک امریکا ته ورکړی ؤ او د افغانستان له مودو راهیسي ناپيلي تشخص ته يې صدمه رسولې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close