ډاکټر غني ننګرهار ته رسیدلی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱۰)

د ملي یووالي د حکومت مشر ډاکټر اشرف غني ننګرهار ته تللی او ټاکل شوې ده هلته له ځایي مخورو سره له نږدې لیده کاته وکړي او د راتلونکو ټاکنو سربیره په ځینو نورو مواردو کې هم د دې ولایت له چارواکو سره خبرې وکړي

اشرف غني نن سهار د دغه ولایت له مخورو، علماوو، د پوهنتون او ښوونځیو له استادانو، ولسوالانو، د ولایتي شورا له وکیلانو او مدنی فعالانو سره کتلي.

ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس غني به په دغه سفر کې د ختیځ زون د ۱۰۰۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبرهم کیږدي.

اشرف غني داسې مهال دې ولایت ته سفر کوي چې دتېرو ۸ میاشتو راهېسې د ننګرهار لپاره په ملي تدارکاتو کې د۶۰ میلیونه ‌‌‌‌‌‌ډالرو په ارزښت د ۴۰ میګاواټه سولري برېښنا تدارکاتي چارې نهایي شوې.

د دې ولایت ځایي چارواکي او مدني فعالان وایي؛  ټاکل شوې وه چې نن ۱۰۰ میګاواټه سولري بریښنا د ولسمشر لخوا افتتاح شي خو د یادې بریښنا چارې لومړې معطلې او اوس اټکل کیږي چې یاده پروژه د بامیان ولایت ته لیږدول شوې.

باید وویل شي، چې غني په دې وروستیو کې یو شمیر ولایتونو ته خپل سفرونه ګړندي کړي، د چارو څارونکي یې د راتلونکو ټاکنو لپاره کمپایني منډې ترړې بولي.
دوی نیوکه کوي، چې غني له دولتي امکاناتو نه په استفادې خپل انتخاباتي کمپاین مخته وړي.
هغو ولایتونو ته چې غني په دې وروستیو کې د ځینو پروژو د افتتاح په موخه ورغلی، خلک او چارواکي یې وایي، چې د ولسمشر ژمنو نمایشي بڼه درلوده او تر اوسه د هیڅ کومې پروژې چې ولسمشر یې افتتاح کړې وه، چارې نه دي پیل شوې

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close