ډاکټر غني په پکتیا، ننګرهار او فاریاب کې د وروستیو تحولاتو په اړه دڅیړنو غوښتنه کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۳)

د ارګ له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د پکتیا او ننکرهار ولایتونو کې د وروستیو عملیاتو په اړه چې لسګونه ولسي خلک په کې ووژل شول، د څیړنو غوښتنه شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي “ د افغانستان حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو هر ډول چلند چې د هېواد د نافذه قوانینو او اصولو سره په ټکر کې وي د منلو وړ نه ګڼي او څرګندوي چې رامنځته شوی ستونزې د افرادو د غیر اصولي او نامسلکې چلند پایله ده“
که څه هم په اعلامیه کې ظاهراً افغان ځواکونه د دې پیښو مسؤل بلل شوي خو دا لومړی ځل دی چې ارګ د هغو جرایمو د څیړنې سملاسي غوښتنه کوي، چې د امریکایانو په مټ ترسره شوي.
وړمه ورځ امریکایي ځواکونو د پکتیا په زرمت کې ۳۵ ولسي خلک ووژل چې ۱۱ یې د یوې کورنۍ غړي و داسې مهال بمبار کړل چې په سیمه کط د وسلوالو مخالفینو هیڅ نظامي خوځښت نه و ، د دې تر څنګ دننګرهار په خوږیاڼو کې د میملې په نامه بازار د افغان ځواکونو له خوا چور شو، ۲۲ موټر یې وسوځول او ۶ تنه څوکیداران او دکانداران یې ووژل.
اعلامیه کې  که څه هم د دې پیښو د غندنې ټکی نه تر سترګو کیږي خو راغلي“ په پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې د پوځې عملیاتو له امله ملکي وګړو ته د اوښتو تلفاتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته لارښوونه کړې چې په دې اړه دې د امکان ترحده ژر هراړخیز جدي تحقیقات وکړي“

دغه راز د ارګ په خبرپاڼه کې په فاریاب کې د جنرال دوستم د قوماندان جنرال نظام قیصاري د نیولو پر مهال د هغه د ساتونکو په اړه د شوې د ویډیو څیړنه هم غوښتل شوې.

په یوه خپره شوې ویدیو کې ښکاري چې د کمانډو ځواکونه د قیصاري د نیولو پر مهال د هغه ساتونکي په بې رحمۍ سره د قیصاری پلویان نیولي او تر سختو شکنجو وروسته یې وژلي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادی مسلمیار او مرستیال یې محمدعالم ایزیدیار وایي، د کمپاین،  صفر یک او صفر ۲ په نامه قطعې د امریکایي ځواکونو ځانګړې ملیشې دي چې د ملي دفاع وزارت په ګډون د حکومت هیڅ ارګان پرې ګنترول نه لري او یواځې هغه څه سرته رسوي،  کوم چې د امریکایي ځواکونو خوښه وي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close