ډبرې کېښودل شوي خو په عمل کې څه نه ښکاري!!

ليکوال: غورځنګ

په افغانستان کې د حامد کرزي له اوږدې مودې واکمنۍ وروسته ولسمشري او جمهوري رياست محمد اشرف غني ته وسپارل شو، چې د واک په لومړیو وختونو کې يې لا د سولې په اړه جذباتي ويناوې شورع کړې، همداشان ولس هم ورته بې ساري هيلې او اميدونه لرل، خو له بده مرغه باید ووایو چې نوموړي ولسمشر د ولس دغو هيلو ته بلکل ارزښت ورنه کړ.

دا چې ولسمشر محمد اشرف غني د خپل واک له پيله بيا تر اوسه پورې وخت ناوخته له ولس سره مختلفې ژمنې کوي او وايي چې ولس ته  به پلانی او پلانی کار وکړم، خو د عمل په ډګر کې بيا هېڅ نه ښکاري.

ولسمشر د خپل انتخاباتو او ټولټاکنو په ترڅ کې تر ټولو لومړی له افغان ولس سره دا ژمنه تر سره کړه چې ولس ته به سوله راولم او تر هر څه به سولې ته لومړيتوب ورکووم، خو داسې ښکاري چې ولسمشر خپلې دې وعدې ته شا کړې او ان تر دې چې د خپل واک په وروستيو شېبو کې د  اوسنيو مذاکراتو کلک مخالف هم دی.

همداشان ولسمشر له واک ته رسېدلو وروسته ولس ته د ټاپي پروژې د عملي پيل کېدلو وعده ورکړه خو دا وعده هم په عمل کې يو خيال او فکر وګرځېدله، د صنعت او تجارت په برخه کې د ولسمشر لخوا تر سره شوې وعدې  هم هسې يو خوب وګرځېدلې، چې تعبير هم ناشونی برېښي.

ولسمشر چې کله ناکله همداسې وعدې له خپل ولس سره تر سره کوي نو له دې يې هدف دا نه وي چې په کړیو وعدو دې عمل وکړي او يا دې هم ولس ته خدمت وکړي بلکې هدف يې دا وي چې په ولس کې خپل محبوبيت زيات کړي او ولس ورته په درنه سترګه وګوري.

نو په همدې خاطر يې موده وړاندې د يوه رسمي سفر پر وخت وويل: چې په هېواد کې د تعليمي پرمختګ او د یوې تعليم يافته ټولنې د درلودلو لپاره به د هېواد په ګوټ ګوټ کې شپږ زره ښوونځي جوړووم، خو دا دی تر اوسه د شپږ زره څه چې د يوه ښوونځي ډبره هم نه ده ايښودل شوې.

ولسمشر د خپل همېشني عادت له مخې کله نا کله د زورواکانو پر وړاندې هم سخته لهجه کاروي او وايي چې بايد زورواکان ونيول شي او د محاکمې مېز ته راکش کړل شي، خو کله يې چې د علي پور نومی زورواکی ونيو او غوښتل يې چې زندان ته يې واچوي نو پر وړاندې يې هزاره ګانو په کابل کې ناتار جوړ کړ، هر څه يې وران او ويجاړ کړل او دولتي ځواکونه يې په شا وتمبول او په زور يې علي پور له څو ساعتيز بنده راخلاص کړ.

بله هغه وعده چې ولسمشر مو د قيصاري د نيولو او محاکمه کولو لپاره کړې وه، قيصاري ونيول شو، خو له محاکمې پرته بېرته خوشې شو.

همداشان په اقتصادي سيستم کې هم ولسمشر په مختلفو وختونو له ولس سره رنګارنګ ژمنې کړي دي، چې د افغانستان ځوانانو ته به د کار او زيار زمينه برابروم، خو افغان ځوانان لا هم د اېران، او نوور غربي هېوادونو په سرحداتو کې هر وخت له بې سرنوشته مرګ او ژوبلې سره مخ وي،

نو دا چې نن ولسشمر کونړ ته د یوه سفر په ترڅ کې رسېدلی دی او هلته يې د يوه دوه سوه بستريز روغتون د جوړېدلو ډبره ايښې ده؛ ولس دې ډبرې کېښودلو ته هم د هماغو مخکېنيو په نظر ګوري او  فکر کوي چې دا هم يوازې د ډبرې ايښودل دي، عملي اړخ نه لري.

نو په ټوله کې سړی ويلای شي چې ډبرې ډېرې کېښودل شوې خو په عمل کې څه نه ښکاري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close