ډمپسي: امریکایانو ته افغانستان د جګړې د ډګر پر ځای د سیل او سیاحت ځای ښکاریدی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۱۸) عبدالهادي همت

په افغانستان کې د امریکا د پلیو ځواکونو پخوانی قومندان جیسون ډمپسي وایي چې امریکایانو د افغانستان سیاسي وضعیت ته سطحي کتل او د جګړې پر ځای یې ورته د سیل او سیاحي پالیسۍ جوړولې ”امریکایانو ته افغانستان د جګړې د ډګر پر ځای دسیل او سیاحت ځای ښکاریدی. “

ډمپسي زیاتوي” زموږ چارواکو په دې غور نه دی کړی چې طالبان څنګه له استخباراتي او لوژیستیکي مرستو او پرمختللو وسلو او الوتکو پرته جګړه پر مخ وړي.“

نوموړي وایي، د امریکا راتلونکی ولسمشر باید له پوځي چارواکو او مشاورانو نه دا پوښتنه وکړي، چې طالبان څنګه له پرمختللو وسلو او الوتکو پرته جګړه پرمخ بیايي. په دې سره به پوه شي، چې زموږ جنرالان د افغانستان په اړه څومره سطحي فکر کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close