ډونالډ ټرمپ د امريکا د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۹) الماس خدرخېل

ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ څوکۍ د ۲۷۰ الکترا رايو په ترلاسه کولو سره بری خپل کړ او هلېري کلنټن ته يې ماتې ورکړه.

لومړی په دغه انتخاباتو کې هلېري کلنټن له نوموړي د رايو په ترلاسه کولو کې مخکې ښکارېده.

ډونل ټرمپ د امریکا ۴۵ ولسمشر وټاکل شو، چې له دوو دورو ډیموکراټانو وروسته یو ځل بیا د جمهوري غوښتونکي ګوند له لوري ولسمشرۍ ته رسېږي.

امریکې کې د گټونکي نوماند له پاره ضروري ده چې ۲۷۰ واحده رایي واخلي چې ټرمپ دغه رايې اخیستې.

تر دې وړاندې ځينو څېړنو ښودلې وه، چې ډونالډ ټرامپ مخکښ نوماند دی او هغه به گټونکی وي.

ټرمپ د امریکا په ډېرو ایالتونو کې د رایو په ګټلو خلک ډېر حیران کړل ، د ډانلډ ټرمپ تر ټولو حیرانونکې بریاوې د فلوریډا، شمالي کاریلونا او اوهایو په ایالتونو کې وې.

دامریکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې د جمهوري  غوښتونکو ګوند کاندید ډونالډ ټرامب  دڅلورو کلونو لپاره دامریکا ولسمشر شو.

همدا شېبه دهیلري کلنټن دټاکنیز کمپاین مشر خپله ماتې ومنله او له خپلو پلویانو یې وغوښتل، چې خپلو کورونو ته ولاړ شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close