“ډونالډ ټرمپ ښايي له افغانستانه پوځيان وباسي”

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۲)

د امريکا چاپ سټار ټریبيون ورځپاڼې په يوه راپور کې ليکلي، په افغانستان کې روانه جګړه د امريکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده جګړه شوه چې له کبله يې عام امريکايان او نظاميان ستړي شوي دي.

ورځپاڼه ليکي، په افغانستان کې له روان وضعيت او له طالبانو سره د امريکايانو له خبرو داسې ښکاري چې “ټرمپ له دغه هېواده امريکايي پوځيان وباسي”.

ورځپاڼه زياتوي، د افغانستان په اړه د امريکايي چارواکو تګلاره، له طالبانو سره د سولې هڅې، مخامخ خبرې او په دې برخه کې وروستي بدلونونه هغه څه دي چې د امریکايي ځواکونو وتل یقيني کوي.

د سټار ټريبيون په خبره، که امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د امريکايي ځواکونو په وتلو بريالی شو نو دا به د هغه لپاره ستره بريا ځکه وي چې په دې سره به يې د امريکايي ماليه ورکونکو له اوږو دروند بار سپک کړی وي.

افغانستان کې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲کلونو کې هغه مهال چې تر يولک زيات امریکايان اوسېدېدل کلنی لګښت يې تر سل ميليارده ډالرو اوښت.

خو اوس چې د امريکايي ځواکونو شمير کم شوی، څه موده مخکې د امریکا دفاع وزارت وويل چې د افغانستان په جګړه کې هر کال پنځه څلوېښت ميليارده ډالره لګښت کېږي او له خپلو خلکو يې غوښتي چې ماليه بايد ډيره ادا کړي.

د پنټاګان له دغه غوښتنې سره امريکايي سناتورانو افغانستان کې د جګړې پر لګښت نيوکه وکړه او زياته يې کړه چې د دومره ډالرو پر لګېدو سربيره لا هم ستونزې پر خپل ځای دي زياته يې کړه: “هغه پيسې چې د افغانستان په جګړه کې کارول کېږي بايد په امريکا کې پر هغو امريکايي وګړو لګول شوې وای چې له نشو اغېزمن شوي دي”.

په وروستيو کې د نظاميانو په ګډون ډيری امريکايي وګړي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو پر پاتې کېدو ناخوښه دي او له دغه هېواده د عسکرو وتل غواړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close